افغانستان

د احصایی ملي اداره: تېر کال څه باندې ۳ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

نن (چهارشنبه د زمری ۱۷مه) د احصایی او اطلاعاتو ملي اداری چارواکو د دې ادارې د یو کلن لاسته راوړنو د بیانولو په پروگرام کې وویل، چې په تېر یوه کال کې ۳ میلیونه ۲۶۵ زره ۶۰۰ سوه برېښنايي پیژند پاڼی وېشل شوي، چې د تېر په پرتله زیاتې دي. په کال کې۲۷٪ زیاتوالی ښيي.

د چارواکو په وینا، د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ سره د برېښنایي تذکرو د وېش ټولیز شمېر له ۷،۸ میلیونو اوښتی او د دغه بهیر له پیله تر دې دمه ۱۳ میلیونه ۸۶۸ زره برېښنايي پیژنډ پاڼی وېشل شوي دي.

دغه چارواکي زیاته کړه، چې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یې په مرکز او ولایتونو کې پنځه آسانه دفترونه فعال کړي، چې له دې لارې څه باندې ۲۰۰ زره کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش، زیږون کارتونه او نوری ساخی په برخه کې اړین خدمات وړاندې شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button