سیمه

خامنه‌ای: ایران له تاجکستان سره دوامداره همکارۍ ته چمتو دی

د ایران د اسلامی انقلاب معظم رهبر علی خامنه ای د تاجکستان له ولسمشر سره په کتنه کی وویل: د ایران اصلی سیاست او لومړیتوب د سیمې له هېوادونو سره په تېره بیا له هغو هېوادونو سره چی یو شان ژبه لری د اړیکو پراخول دی.

ښاغلی خامنه اي زیاته کړه: د تېر په څېر، ایران چمتو دی چې له تاجکستان سره په بېلابېلو برخو کې صادقانه همکاري وکړي.

په دغه کتنه کې هغه ټینګار وکړ چې فارسی ژبه د ایران، تاجکستان او افغانستان له مهمو مشترکاتو څخه ده او د دغې ژبې د ساتنې او پراختیا لپاره باید لازیاتې ملګرتیاوې وشي او د ځینو هڅو مخه ونیول شي.

هغه دا هم وویل چې د ایران او تاجکستان د اړیکو پراخیدل مخالفین لري چې باید له هغوی سره د مقابلې لپاره پلان ولري‌.

د تاجکستان ولسمشر هم د خامنه اي د وینا هرکلی وکړ او ویې ویل: لکه څنګه چې مو څو کاله مخکې وویل، دواړه هیوادونه خپلوان دي او موږ غواړو چې اړیکې پراخې کړو او د روغتیا په برخه کې د اسلامي جمهوریت د صنعت اپ ساینس له تجربو او پرمختګونو ګټه واخلو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button