نن سهار ( د چنگاښ په ۵مه) د هېواد د کرکت ملي لوبډله د بنگله دیش له لوبډلې سره مخامخ شوه.
دا لوبه په ویسټ اندیز کې د کرکت د ۲۰ اوریزه کرکت نړیوال جام سیالیو په چوکات کې ترسره شوه.
باید وویل شي، چې د هېواد د کرکت ملي لوبډلې لوبغاړو بنگله دیش ته د ۱۱۶ منډو هدف وټاکه.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې یوازې ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړل.
تر دې وړاندې د افغانستان د کرکت ملي لوبډلې استرالیا ته د ۲۲ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه، چې دا د هیواد د کرکت د ملي لوبډلې ستره بریا بلل کیږي.