د هسپانیا ریال مادرید فوتبال کلب په رسمي ډول اعلان وکړ چې د پاری سن ژرمن فرانسوی ستوری کیلیان امبایه له کلب سره یوځای شوی دی.
ریال مادرید د دوشنبی په شپه (د غبرگولی14) اعلان وکړ چې امبایه به د راتلونکو پنځو فصلونو لپاره د دې کلب لپاره لوبه وکړي.
امبایه هم په خپل انستاگرام کیسه کې د ریال مادرید کلب بیان شریکولو سره دا خبر تایید کړی دی.
د ریال مادریداو کیلیان امبایه ترمنځ د هوکړې جزیات لا نه دي خپاره شوي.
فرانسوی ستوری د سږني فصل په وروستیو اونیو کې د پاری سن ژرمن څخه د وتلو اعلان وکړ، مګر تر وروستۍ دقیقې پورې یې خپل راتلونکی ټتم په ډاګه نه کړ.
سره له دې، د تیر کال د دوبي راهیسې، د امبایه د کهکشانیو سره د یوځای کیدو په اړه اوازې تل خپرې شوې.