ایراني رسنیو د شنبې په ماښام د ایران په جنوب کې د جاسک بندر او قشم ټاپو په سیمو کې د څو چاودنو د غږونو راپور ورکړی دی. د راپورونو له مخې، د جاسک په سیمه کې څلور چاودنې اورېدل شوې دي.
په همدې وخت کې، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په نوم په یوه خپاره شوي راپور کې ادعا شوې چې د جاسک په سیمه کې د توغندیو د توغولو پنځه مرکزونه او د قشم ټاپو یو رادار په نښه شوي دي.








