سیمهنړۍ

ي‌ډي ونس: له ایران سره جګړه د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د ماتې له مهمو لاملونو څخه ده

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس، له ایران سره جګړه د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند د ناکامۍ له مهمو لاملونو څخه بللې او ویلي یې دي چې له اسرائیلو سره اړیکو هم په دې ماتې کې ونډه لرلې ده.

د العربیه انګلیسي د راپور له مخې، ونس په خپلو څرګندونو کې د جګړې پر پای ته رسولو، د ژوند لګښتونو او انفلاسیون ته پر پاملرنې، د امریکا د ګټو پر لومړیتوب او له اسرائیلو سره د اړیکو پر بیاکتنې ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې، د اکسیوس خبري وېب‌پاڼې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ونس تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی و، چې له ایران سره د جګړې دوام ښايي د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د ماتې لامل شي.

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د اکسیوس په وینا، د امریکا پوځ د ایران پر وړاندې د پراخو پوځي عملیاتو د احتمالي بیا پیل لپاره د چمتووالي چارې بشپړوي، چې سیمې ته د نورو پوځي تجهیزاتو لېږل هم په کې شامل دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button