افغانستاننړۍ

د امریکا فدرالي محکمې د افغان وګړو د ایستلو بهیر په لنډمهالي ډول ودراوه

په نیویارک کې یوه فدرالي قاضي د ډونالډ ټرمپ د حکومت هغه پلان د شنبې ورځې پورې وځنډاوه چې له مخې یې نیول شوي افغان وګړي افغانستان یا پاکستان ته ایستل کېدل؛ دغه حکم وروسته له هغې صادر شو چې د بشري حقونو بنسټونو او د کانګرس څه باندې ۶۵ غړو د دغو کسانو د شکنجې، ځورونې او وژل کېدو د خطر په اړه خبرداری ورکړ.

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا حکومت پلان درلود چې یو شمېر افغانان د لویزیانا ایالت له توقیف مرکزونو څخه پاکستان ته ولېږدوي؛ څه باندې ۸۰ افغان وګړو، چې ښځې، د مذهبي لږکیو غړي او هغه کسان هم پکې شامل دي چې د کورنیو غړو یې د امریکا په پوځ کې دنده ترسره کړې، د احتمالي شړلو په اړه د بشري حقونو له بنسټونو سره اړیکه نیولې ده.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل له امریکا غوښتي چې د افغانستان د وګړو حقونه او مشروع غوښتنې په پام کې ونیسي؛ د بشري حقونو بنسټونو هم خبرداری ورکړی چې د دغو کسانو بېرته ستنول ښايي هغوی د خپل‌سرو نیونو، شکنجې او غچ اخیستونکو تاوتریخوالو له خطر سره مخ کړي.

د افغان ایواک سازمان مشر د محکمې د حکم هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه یو لنډمهالی فرصت دی او د افغانانو د شړلو د مخنیوي لپاره به هڅې روانې وساتي.

#افغانستان #امریکا #افغان_کډوال #بشري_حقونه #د_کډوالو_شړل

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button