سیمه

عراقچي: ایران د خلیج د همکارۍ شورا له غړو هېوادونو سره هېڅ ډول دښمني نه لري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې ویلي چې تهران د خلیج د همکارۍ شورا له غړو هېوادونو سره هېڅ ډول دښمني نه لري او د قطر او عمان مثبت رول ته درناوی لري.

نوموړي زیاته کړې چې له سعودي عربستان سره خبرې اترې روانې دي او د ایران موخه د نویو سیمه‌ییزو امنیتي ترتیباتو رامنځته کول دي، چې د سیمې هېوادونه پکې په مستقیم ډول ګډون ولري او د بهرنیو هېوادونو پوځي حضور پکې نه وي.

#ایران #عراقچي #د_خلیج_همکارۍ_شورا #قطر #عمان #سعودي_عربستان #سیمه‌ییز_امنیت

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button