د امریکا د کانګرس ۶۶ غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارکوین مولین ته په یوه لیک کې د افغان پناهغوښتونکو د ایستلو د پلان د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
په دغه لیک کې د هغو راپورونو په اړه اندېښنه ښودل شوې، چې له مخې یې د ډونالډ ټرمپ حکومت غواړي له ۱۵۰ ډېر افغان پناهغوښتونکي د پاکستان له لارې بېرته افغانستان ته ولېږدوي.
د کانګرس غړو ویلي، چې د دغو کسانو په ډله کې د هغو افغانانو د کورنیو غړي هم شامل دي، چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې او د امریکا حکومت هم له هغوی سره د ساتنې ژمنه کړې ده.
په دغه لیک کې له امریکا څخه د ایراني وګړو د احتمالي ایستلو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې او د ټرمپ له حکومته غوښتل شوي، چې د افغان او ایراني وګړو د ایستلو لپاره پلان شوې الوتنې لغوه کړي.








