نړۍ

مالیزیا د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره جلا جلا غونډې جوړوي

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم ویلي، چې د دغه هېواد د دولت لوړپوړی منشي او د مرکزي بانک رییس به له دولتي ادارو او مالي بنسټونو سره په جلا جلا غونډو کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د مالیزیا چمتووالی وارزوي.

انور ابراهیم د سې‌شنبې په ورځ، د نومبر په ۳مه، د دغه هېواد په پارلمان کې ویلي، چې دغه اقدام په اروپا او لوېدیځو هېوادونو کې د دولتي اداري سیسټمونو په ګډون پر ډیجیټلي زیربناوو د وروستیو سایبري بریدونو او امنیتي ګواښونو په غبرګون کې ترسره کېږي.

د مالیزیا لومړي وزیر په منځني ختیځ کې د ترینګلتیاوو، د یمن او سره سمندر د وضعیت او په اروپا کې د امنیتي ګواښونو په اړه ویلي: «دغه پېښې ښيي چې له هېواده بهر کړکېچونه هم کولای شي زموږ د خلکو پر امنیت، اقتصادي ثبات او ملي ګټو اغېز وکړي.»

هغه زیاته کړې، چې د مالیزیا د ملي امنیت شورا هم د شته میکانیزمونو د ارزونې، د وزارتونو، ادارو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ او د هر ډول احتمالي وضعیت پر وړاندې د دغه هېواد د چمتووالي د کچې معلومولو لپاره غونډه کړې

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button