سیمه

د باب‌المندب پر لور د سعودي عربستان تر قوماندې لاندې ځواکونو د پرمختګ هڅه ناکامه شوه

د یمن وسله‌والو ځواکونو اعلان کړی، چې د باب‌المندب پر لور د سعودي عربستان تر قوماندې لاندې ځواکونو د پرمختګ هڅه یې شنډه کړې ده.

یوې پوځي سرچینې د سبا خبري اژانس ته ویلي، چې د دغو نښتو پر مهال د سعودي عربستان اړوندو ځواکونو ته درانه زیانونه اوښتي او یو شمېر کسان یې، د سعودي ځواکونو په ګډون، وژل شوي او ټپیان دي.

د دغې سرچینې په وینا، د دې عملیاتو ناکامي د سعودي عربستان اړوندو ځواکونو ترمنځ د ترینګلتیا، لفظي شخړو او اختلافاتو د زیاتېدو لامل شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې سعودي افسران لا هم خپل ځواکونه پرمختګ او د ناکامو هڅو تکرار ته هڅوي او د تلفاتو له کچې پرته د عملیاتو پر دوام ټینګار کوي.

#یمن #باب_المندب #سعودي_عربستان #پوځي_نښتې #د_یمن_وسله_وال_ځواکونه

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button