د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انستیتوت رییس، عبیدالله آخندزاده، مالیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د عامه ادارې ملي انستیتوت، د اسلامي پرمختللو مطالعاتو نړیوال انستیتوت او د اسلامي پوهاوي مرکز له مسوولینو سره جلا جلا لیدنې کړې دي.
په مالیزیا کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو لیدنو کې چې د افغانستان د سفارت سرپرست نقیبالله احمدي او د دغه سفارت مسوولینو هم ګډون درلود، د علمي او ښوونیزو همکاریو پر پیاوړتیا، د مسلکي تجربو پر تبادلې او د افغانستان د ډیپلوماسۍ انستیتوت او د مالیزیا د علمي بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.








