سیمه
د ترکیې دفاع وزیر د یمن پر ضد په جګړه کې د انقرې پوځي ګډون رد کړ
د ترکیې دفاع وزیر، یشار ګولر، ویلي چې هېواد یې له یمن سره په پوځي شخړه کې د مستقیم ګډون هېڅ پلان نه لري.
هغه زیاته کړې، چې له سعودي عربستان څخه د ترکیې احتمالي پوځي ملاتړ به د ګډې دفاعي هوکړې په چوکاټ کې وي او موخه به یې د دفاعي ځواک او مخنیوي وړتیا پیاوړتیا وي؛ دا ډول همکاري به له قطر سره د انقرې پوځي همکاریو ته ورته وي.
د ګولر په وینا، د پوځي مرستو په اړه د ریاض د غوښتنو ارزونه او د دغو مرستو د کچې ټاکل به د ترکیې په پارلمان کې د هوکړهلیک له تصویب او د قانوني پړاوونو له بشپړېدو وروسته ترسره شي.
#ترکیه #سعودي_عربستان #یمن #دفاعي_هوکړه #سیمهییز_امنیت








