افغانستانسپورت

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې پیرو ته په ۳-۰ ماتې ورکولو سره د بین‌القاره‌يي سیالیو نیمه‌پایلوب ته لار وموندله

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د پیرو لوبډلې ته په ۳-۰ ماتې ورکولو سره، په برازیل کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د بین‌القاره‌يي سیالیو ډله‌ییز پړاو د دویم ګروپ د مخکښې لوبډلې په توګه پای ته ورساوه او نیمه‌پایلوب ته یې لار وموندله.

د دې پایلې له مخې، افغانستان د څلورو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د دویم ګروپ په سر کې ځای خپل کړ او جاپان هم د دوو امتیازونو په لرلو سره د دویمې لوبډلې په توګه نیمه‌پایلوب ته پورته شو.

افغانستان به په نیمه‌پایلوب کې د لومړي ګروپ له دویمې لوبډلې سره مخامخ شي. برازیل په دغه ګروپ کې د مخکښې لوبډلې په توګه خپل صعود قطعي کړی او د افغانستان سیال به د کېپ‌ورډ او اندونیزیا له لوبډلو څخه یوه وي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button