شمالي کوریا امریکا ته د رسېدو وړ بینالقارهیي توغندی نندارې ته وړاندې کړ
د شمالي کوریا دولتي رسنیو د سېشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د دغه هېواد مشر کیم جونګ اون د دفاعي صنایعو له موزیم څخه لیدنه کړې؛ په دغه موزیم کې د «هواسونګ-۲۰» په نوم بینالقارهیي بالستیک توغندی نندارې ته وړاندې شوی چې د امریکا خاورې ته د رسېدو وړتیا لري.
د دغه راپور خپرېدل یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، ښايي اسیا ته د خپل پلان شوي سفر په ترڅ کې له کیم جونګ اون سره وګوري. تمه ده چې ټرمپ د نومبر په میاشت کې په چین کې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو په غونډه کې ګډون وکړي.
د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس «کېسياېناې» اعلان کړی چې کیم د یکشنبې په ورځ له خپلې مېرمنې او لور سره یوځای د «دفاعي انقلاب موزیم» د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی و. په خپرو شویو انځورونو کې د هغه د واکمنۍ پر مهال د جوړو شویو وسلو ټولګه ښودل کېږي چې له بېپیلوټه الوتکو څخه نیولې تر هواسونګ-۲۰ توغندي پورې بېلابېلې وسلې پکې شاملې دي.
د جنوبي کوریا د دفاع او امنیتي مجمع عمومي منشي شین جونګ وو په وینا، د دغه توغندي د توغولو د دستګاه مخې ته په نندارتون کې داسې طرحه ښودل شوې وه چې ظاهراً څو جنګي سرګلولې یې لرلې. همدارنګه، یوه نقشه هم نندارې ته وړاندې شوې وه چې د دغه توغندي ادعا شوی واټن یې د امریکا له اصلي خاورې هاخوا، د منځني ختیځ ځینو برخو، اسټرالیا او جنوبي امریکا پورې ښودلی و.
په یوه جلا پېښه کې، شمالي کوریا اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ یې یو تاکتیکي بالستیک توغندی ازمویلی دی. د کېسياېناې خبري آژانس د راپور له مخې، د دغه ازمېښت موخه د توغندي د یوې برخې د تخنیکي پرمختګونو ارزونه وه؛ خو په دې اړه نور جزئیات نه دي وړاندې شوي.







