سیمه
په کوټه کې د چورلکې لوېدو له امله د پاکستان د پوځ دوه پیلوټان وژل شوي
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د نوان کلي سیمې ته څېرمه د پاکستان د پوځ د یوې چورلکې د لوېدو له امله دوه پیلوټان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۲مه رامنځته شوې او لامل یې تخنیکي ستونزه ښودل شوې ده.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








