سیمه

یمني چارواکی: د سعودي عربستان ملاتړي ځواکونه د هرې بیې په بدل کې د پرمختګ لپاره له فشارونو ستړي شوي دي

یوه لوړپوړي یمني چارواکي المیادین ټلوېزیون ته ویلي، سعودي چارواکي په یمن کې د خپلو ملاتړو ځواکونو له ماتې غوسه دي او له هغوی یې غوښتي چې په هره بیه وي، پرمختګ ته دوام ورکړي.

د دغه چارواکي په وینا، د «العمالقه» په نوم یادېدونکي ځواکونه هم د درنو تلفاتو او د سعودي عربستان له فشارونو ناخوښ دي. نوموړي ادعا کړې چې په تېرو څو ورځو کې یوازې د لحج ولایت په کچه د دغو ځواکونو شاوخوا ۴۰۰ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

دغه چارواکي زیاته کړې، سعودي عربستان هڅه کوي چې په یمن کې د خپلو ملاتړو ځواکونو د پرمختګ له لارې پر دغه هېواد د بریدونو فشار راکم کړي. هغه همداراز ویلي، د یمن د پوځ او انصارالله توغندیزو وړتیاوو، په ځانګړې توګه د توغندیو شمېر او دقت، سعودي چارواکي حیران کړي دي.

د دغه چارواکي په وینا، په ریاض کې د جګړې د اوږدېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي او ځینې شرکتونه او پانګه‌وال هم له سعودي عربستان څخه د وتلو احتمال ارزوي. دا ادعاوې د یوه یمني چارواکي له قوله مطرح شوې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button