افغانستاننړۍ

په مسکو کې د افغانستان سفیر له سیمې سره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

په مسکو کې د اسلامي امارت د افغانستان سفیر، مولوي ګل‌حسن حسن، د «د خبرو اترو، دودونو او د شمالي قفقاز د پراختیا لپاره فضا» په نوم نړیوال فورم کې ګډون او وینا وکړه.

هغه په خپله وینا کې د متقابل درناوي، خبرو اترو، اقتصادي همکاریو او د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر ګډې پراختیا ټینګار وکړ.

د افغانستان سفیر د دغه فورم په څنډه کې د روسیې د ستاوروپول سیمې د اقتصادي پراختیا له وزیر، انتون بوریسوویچ دورونین، سره وکتل او د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.

مولوي ګل‌حسن حسن له یو شمېر افغان سوداګرو او په روسیه کې د افغان ټولنې له استازو سره هم لیدلي، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې اورېدلي او د سفارت پر هر اړخیزې همکارۍ یې ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button