هانګ کانګ ته د F-35 جنګي الوتکې د پرزو په تېروتنې لېږل؛ پنټاګون د بېرته ستنولو هڅه کوي
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د F-35 جنګي الوتکې د پرزو یوه محموله، چې د روان کال په لومړیو کې له استرالیا څخه امریکا ته لېږل شوې وه، په ناڅاپي ډول هانګ کانګ ته انتقال شوې او اوس یې د ساتنې ځای معلوم نه دی.
راپورونه وايي، په دې محموله کې د پیلوټ د خونې د پوښ او د وسلو د خونې د دروازې په ګډون ځینې پرزې شاملې وې چې د رادار څپې جذبونکي مواد لري او د جنګي الوتکې د راداري انعکاس په کمولو کې رول لري؛ هانګ کانګ ته د دغو پرزو انتقال اندېښنې راپارولي چې ښايي چین د F-35 اړوند ټکنالوژیو ته لاسرسی پیدا کړي.
پنټاګون ویلي چې له دې «د انتقال له ستونزې» خبر دی او له امریکايي چارواکو او اړوندو شرکتونو سره د پرزو د بېرته ستنولو، د هغو د انتقال د څرنګوالي د څېړلو او د داسې امنیتي تدابیرو د رامنځته کولو لپاره همکاري کوي، چې د ورته پېښې د تکرار مخه ونیول شي.
په داسې حال کې چې ځینې تازه راپورونه وايي، چین د دغو پرزو واک ترلاسه کړی دی، خو استرالیايي چارواکو ویلي چې تر کومه ځایه چې دوی خبر دي، په دغو پرزو کې حساس تجهیزات شامل نه وو.








