د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني، له پاکستان څخه د افغان محصلینو، په ځانګړې توګه د نجونو، ایستل «ټکان ورکوونکي» بللي او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.
دراني ویلي چې د افغان نجونو بېرته افغانستان ته ستنول، په داسې حال کې چې هغوی له سختو شرایطو سره سره خپلو زدهکړو ته دوام ورکړی، ښايي د هغوی د هیلو او تحصیلي راتلونکي د له منځه تلو لامل شي.
هغه ټینګار کړی چې په ځانګړې توګه هغه افغان محصلینو ته چې د پاکستان د حکومت په تحصیلي بورسونو کې په دغه هېواد کې زدهکړې کوي، باید اجازه ورکړل شي چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي او بشپړې یې کړي.








