د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو ادارې اعلان کړی چې د امریکا له خوا پر ایراني تېلوړونکو او بېړیو د ترسره شویو اقداماتو په ځواب کې، د سپاه هوايي-فضايي ځواک د «یا حیدر کرار» په نوم عملیاتو کې د امریکا دوه جنګي ویجاړونکې بېړۍ، چې شمېرې یې DDG-119 او DDG-53 دي، په نښه کړې دي.
په دې خبرتیا کې ادعا شوې چې دغه دواړه ویجاړونکې بېړۍ کروز توغندي او د «ایجیس» توغندیز دفاعي سیستم لري او د بالستیک توغندیو له لګېدو وروسته ورته د پام وړ زیانونه اوښتي دي.
سپاه همداراز ویلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت وسلهوال ځواکونه لا هم د امریکا د اقداماتو پر وړاندې د ځواب ورکولو لپاره چمتو دي او د هر ډول «محاسبوي تېروتنې» په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
دا خبرتیا د ایران د خلکو، شهیدانو او د دغه هېواد د وسلهوالو ځواکونو په ستاینه پای ته رسېدلې ده.







