د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په نوښت د افغانستان او د روسیې د داغستان د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریزې شبکې غونډه په کابل کې ترسره شوه، او د ۴۵ افغان شرکتونو او ۱۵ داغستاني شرکتونو استازو پکې ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې، لوژستیک، ترانسپورت او ګډې اقتصادي همکارۍ د پراختیا په اړه بحث وشو.
د شرکتونو ترمنځ د دوه اړخیزو خبرو اترو وروسته، د افغان او داغستاني شرکتونو ترمنځ د ۱۴.۵ ملیون ډالرو په ارزښت څلور سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا او ګډو پروژو پلي کولو لپاره په موجوده ظرفیتونو ټینګار وکړ؛ د داغستان د سوداګرۍ خونې هم د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د لوژستیک او ترانسپورت اسانتیاوو ښه کول مهم وګڼل.
#افغانستان #روسیه #داغستان #سوداګري #پانګه اچونې #د_سوداګرۍ_چیمبر #خصوصي_سکتور #لوژستیک #ترانسپورټ #اقتصاد #سفیر_ټی وی








