بریتانوي رسنیو راپور ورکړی، چې د بریالي رحیمي او میرعبدالرحمن سادات په نومونو دوه افغان وګړي، د اورګاډي په سفر کې پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ د جنسي تېري او ځورونې په تور د محکمې له لوري مجرم پېژندل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د لندن د اېنر مرکزي جنايي محکمې د چهارشنبې په ورځ بریالی رحیمي د جنسي تېري او څلورو نورو جنسي جرمونو او میرعبدالرحمن سادات د څلورو جنسي جرمونو په ترسره کولو محکوم کړي دي.
دغه پېښه د روان میلادي کال د فبرورۍ په پنځمه رامنځته شوې وه او دواړه کسان د همدې میاشتې په لسمه نېټه نیول شوي وو.








