د اسلامي امارت د مشر لیدنه له رییسالوزرا او یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره په ارګ کې
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د دغه امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده د تېر ماښام په ارګ کې له ملا محمدحسن اخند، رییسالوزرا، یو شمېر وزیرانو او د اسلامي امارت له نورو چارواکو سره لیدنه کړې ده.
تر دې وړاندې، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د یوې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی و، چې د دغه امارت د مشر، د رییسالوزرا د مرستیالانو، وزیرانو، د دفاع وزارت د قولاردوګانو د قوماندانانو او یو شمېر دیني عالمانو په ګډون جوړه شوې وه.
د نوموړي په وینا، شیخ هبتالله اخندزاده په دې غونډه کې د ټولنې د اصلاح په برخه کې د دیني عالمانو د رول او مسوولیتونو په اړه خبرې کړې او د «اسلامي امارت د مشر له لوري د کرامو عالمانو، خطیبانو او د جوماتونو امامانو ته خطاب» تر سرلیک لاندې کتاب یې د درس په توګه وړاندې کړی دی.
د دې خبرپاڼې له مخې، د غونډې په پای کې د کابل په مرنجان غونډۍ کې د یوې جهادي مدرسې، د میرویس میدان په سیمه کې د یوه لوی جامع جومات او په چمن حضوري کې د «شیخالاسلام» په نوم د یوه بل جامع جومات د جوړولو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې دي.
خو ذبیحالله مجاهد د تېر ماښام د لیدنې د بحث د محورونو په اړه نورجزئیات نه دي ورکړي








