نړۍ
په هسپانیه کې د کورونو د کرایې د لوړېدو پر ضد د میلیونونو کارګرانو په ګډون عمومي اعتصاب
په هسپانیه کې د عمومي اعتصاب له پیل سره هممهاله، د بارسلونا ښار لسګونه زره اوسېدونکي واټونو ته راوتلي او د کورونو د کرایې او استوګنې د لګښتونو د سخت لوړوالي پر ضد یې لاریون کړی دی.
د هسپانیې د رسنیو د راپورونو له مخې، شاوخوا څلور میلیونه کارګرانو په دغه اعتصاب کې ګډون کړی چې په تېرو ۱۴ کلونو کې لومړنی عمومي اعتصاب بلل شوی دی.
د راپورونو له مخې، هسپانیه د شاوخوا ۷۵۰ زره استوګنیزو کورونو له کمښت سره مخ ده او د کورونو منځنۍ میاشتنۍ کرایه د دغه هېواد د یوه ځوان کارګر د معاش نږدې ۹۹ سلنې ته رسېږي.
ویډیو اړوند خبر په لاندې لینک کې وګورئ








