سیمه

عربي ټولنې په غزه کې د ملکي وګړو د ژغورلو لپاره د نړیوالې ټولنې د بېړني اقدام غوښتنه وکړه

د عربي ټولنې عمومي منشي، نبیل فهمي، د غزې تړانګې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه د خبرداري په ترڅ کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ملکي وګړو د ژغورلو او په دې سیمه کې د ناورین‌ځپلي وضعیت د سمبالولو لپاره بېړني او عملي اقدامات وکړي.

هغه په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د غزې د خلکو پر وړاندې خپل قانوني، اخلاقي او بشري مسوولیتونه ومني او د بشري مرستو د برابرولو او د هغوی د ژوند ژغورلو لپاره اقدام وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button