افغانستان

د یتیمانو او معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ لپاره د ۵۱ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د «IHH» خیریه بنسټ سره د ټولټال ۵۱ زره او ۷۲۵ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د دغو هوکړه‌لیکونو له مخې، د ارزګان، غزني او زابل ولایتونو ۶۶۰ اړمنو یتیمو ماشومانو ته به خوراکي توکي، ژمنۍ جامې او د پخلنځي وسایل ووېشل شي. همدارنګه، د هغوی له ډلې به یو شمېر کسانو ته د اقتصادي ځان‌بسیاینې په موخه د زرنج درې‌څرخ موټرونه هم برابر شي.

د دې همکارۍ په بله برخه کې به په کابل کې ۱۳۰ اړمنو معلولیت لرونکو کسانو ته ویلچرونه ووېشل شي.

دغه هوکړه‌لیکونه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رییس مولوي ثناءالله فرقاني او د «IHH» خیریه بنسټ استازي لاسلیک کړي دي، چې ټاکل شوې د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو په همغږۍ پلي شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button