افغانستان
د نیمروز د عامې روغتیا ریاست د پاکستانۍ درملو کارول منع کړل
د نیمروز ولایت د عامې روغتیا ریاست په یوه خبرتیا کې د پاکستانۍ درملو پېر، پلور، وېش او کارول منع اعلان کړي او د درملتونونو، کلینیکونو، روغتونونو او د درملو عمده پلورونکو له مسوولینو یې غوښتي چې دغه درمل له خپلو کاري مرکزونو څخه راټول کړي.
په خبرتیا کې خبرداری ورکړل شوی چې که پاکستانۍ درمل ولیدل شي، د څارنې ډلې به یې راټولې او وسوځوي؛ همدارنګه له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په ټول هېواد کې د پاکستانۍ درملو پر واردولو بندیز تر دې وړاندې هم اعلان شوی و.
#افغانستان #نیمروز #درمل #عامه_روغتیا








