سیمه

آیزنکوت د اسراییلو د نوي حکومت جوړولو لپاره وګومارل شو

د اسراییلو ولسمشر، اسحاق هرتزوګ، له سیاسي ګوندونو سره د سلا مشورو له پای ته رسېدو وروسته اعلان کړی چې د «یاشار» ګوند مشر، ګادي آیزنکوت، به د نوي حکومت د جوړولو دنده پر غاړه واخلي.

آیزنکوت به د رسمي مأموریت له ترلاسه کولو وروسته ۲۸ ورځې وخت ولري، څو له سیاسي ګوندونو سره د ایتلافي حکومت پر جوړولو هوکړې ته ورسېږي. دغه موده د ولسمشر په پرېکړه تر ۱۴ نورو ورځو پورې غځېدای شي.

په همدې وخت کې، اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې بنیامین نتانیاهو د ملي یووالي حکومت د جوړولو غوښتنه کړې ده؛ خو د آیزنکوت ګوند دغه وړاندیز رد کړی او د نتانیاهو له متحدینو یې غوښتي چې د آیزنکوت په مشرۍ د حکومت جوړولو لپاره همکاري وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button