اقتصادنړۍ

رویټرز: د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د ډیزلو د بیو د کنټرول لپاره د ټرمپ هڅې ناکامې شوې دي

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت، سره له دې چې د ډیزلو د بیو د کنټرول لپاره یې د پام وړ لګښت لرونکي اقدامات کړي، تر اوسه نه دی توانېدلی چې په امریکا کې د ډیزلو د بیو د لوړېدو مخه ونیسي. دغه وضعیت د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د جمهوري‌پال ګوند لپاره اقتصادي او سیاسي ننګونه رامنځته کړې ده.

د راپور له مخې، په امریکا کې د ډیزلو بیه نږدې ۱۰ سېنټه لوړه شوې او په اوسط ډول په هر ګیلن کې ۶٫۲۸ ډالرو ته رسېدلې ده. د ډیزلو بیه لا هم خپلې لوړې کچې ته نږدې ده.

د رویټرز او ایپسوس ګډه نظرپوښتنه ښيي، چې نږدې ۸۰ سلنه ګډونوال ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې د بیو د لوړېدو مسوول بولي.

د ټرمپ حکومت د بیو د کنټرول لپاره بېلابېل اقدامات کړي، چې پکې بزګرانو ته د میلیاردونو ډالرو مرستې ځانګړې کول، د تېلو لېږدوونکو ټرکونو د چلوونکو اړوند مقرراتو اسانه کول، د روسیې د تېلو په اړه د ځینو محدودیتونو کمول او پر اروپايي متحدینو فشار راوړل شامل دي؛ خو دغه اقدامات له نیوکو سره هم مخ شوي دي.

په همدې وخت کې، خپاره شوي راپورونه ښيي چې د برنټ خامو تېلو بیه په هر بېرل کې له ۱۱۷ ډالرو لوړه شوې ده؛ دغه زیاتوالی کولای شي د انرژۍ پر بازار او د سون‌توکو پر لګښتونو فشار نور هم زیات کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button