د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر، اسحاق ډار، ویلي چې په افغانستان کې د ثبات ټینګښت د سیمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره اړین دی.
ډار ټینګار کړی چې پاکستان د یوه سولهییز، باثباته او سوکاله افغانستان غوښتونکی دی، چې له خپل ځان او ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په سوله کې واوسي او خپلې سیمهییزې اړیکې پراخې کړي.
هغه ادعا کړې چې پاکستان د افغانستان د پرمختګ او د دغه هېواد د خلکو د هوساینې لپاره هڅې کړې دي. د نوموړي په وینا، له اوسني افغان حکومت څخه د پاکستان یوازینۍ تمه دا ده چې د افغانستان خاوره د هغه څه لپاره ونه کارول شي چې ده «د پاکستان یا بل هر هېواد پر وړاندې ترهګریز فعالیتونه» بللي دي.
ډار دغه څرګندونې نن، سهشنبه، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې د شانګهای د همکاریو سازمان د حکومتونو د مشرانو شورا په غونډه کې کړې دي.








