نړۍ
د امریکايي قانون جوړوونکي له لوري له ۱۲۰ چینايي بنسټونو سره د څېړنیزو همکاریو د محدودولو غوښتنه
د امریکا د استازو جرګې د چین په چارو کې د ځانګړې کمېټې مشر جان مولنار، د دغه هېواد له دفاع وزارت څخه غوښتي چې د پنټاګون څېړنیزې بودیجې د چین ۵۸ پوهنتونونو او ۶۲ ټکنالوژۍ لابراتوارونو ته بندې کړي او دغه بنسټونه د څېړنیزو همکاریو په تور لېست کې شامل کړي.
مولنار ادعا کړې چې دغه پوهنتونونه او څېړنیز مرکزونه د چین له پوځي او امنیتي برخو سره اړیکې لري او له امریکايي بنسټونو سره یې علمي همکاري کولای شي د حساسو ټکنالوژیو د لېږد زمینه برابره کړي.
دغه غوښتنه په داسې حال کې مطرح شوې چې د امریکا او چین ترمنځ د علمي او ټکنالوژیکو همکاریو په اړه، په ځانګړي ډول په هغو برخو کې چې پوځي کارونې لري، اندېښنې لا هم دوام لري.








