افغانستان
په هرات کې د قتل او وسلهوالې غلا په تور دوه شکمن کسان نیول شوي
د هرات د امنیه قوماندانۍ د ویاند دفتر خبر ورکړی، چې د غلاوو د یوې ډلې دوه غړي د هرات ښار په جبرئیل سیمه کې د یوه دوکاندار د وژلو په تور نیول شوي دي.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند سید مسعود حسینی ویلي، چې دغه دوه شکمن کسان له نورو ولایتونو څخه هرات ته راغلي وو او د جبرئیل په سیمه کې یې له یوه دوکاندار څخه تر غلا وروسته هغه وژلی او د پېښې له ځایه تښتېدلي وو.
د یادې سرچینې په وینا، امنیتي ځواکونو د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د عاملانو د پېژندلو او نیولو هڅې پیل کړې، چې په پایله کې یې د ګذرې ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ منسوبینو دوه شکمن کسان نیولي دي.
د هرات امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې او د ښاریانو د امنیت د ټینګښت هڅې دوام لري.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








