افغانستاننړۍ

۲۵ کاله مخکې؛ افغانستان په همدې ورځ د امریکا له‌خوا پوځي برید لاندې راغی

۲۵ کاله مخکې په همدې ورځ، د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۷مه، د امریکا متحده ایالاتو او متحدانو یې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په پلمه پوځي عملیات پیل کړل.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پوځي حضور نږدې دوه لسیزې دوام وکړ او دې جګړې پراخې پوځي او ملکي مرګ‌ژوبله او همداراز سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې پایلې پر ځای پرېښودې.

په پای کې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځي حضور پای ته ورسېد او امریکايي ځواکونه د همدې کال د اګست په ۳۰مه په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووتل.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button