سیمه

په استانبول کې پر یوه ښوونځي د چاقو برید؛ یو زده‌کوونکی وژل شوی او اووه نور ټپیان دي

د ترکیې په استانبول ښار کې یوې ډلې ناپېژاندو کسانو د یوه منځني ښوونځي پر زده‌کوونکو د چاقو برید کړی، چې په پایله کې یې یو زده‌کوونکی وژل شوی او اووه نور زده‌کوونکي ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د سې شنبې په ورځ رامنځته شوې او د ترکیې چارواکو ویلي، چې د دې برید په تړاو یې یو ۱۵ کلن تن نیولی دی.

چارواکو ویلي، چې نیول شوی کس د دغه ښوونځي زده‌کوونکی نه و.

تر اوسه د دغه برید انګېزه نه ده روښانه شوې او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه هم نور جزیات نه دي خپاره شوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button