افغانستاننړۍ

د چین تر پولې پورې ۱۲۱ کیلومتره جغل‌فرش سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، مولوي حمدالله فطرت، ویلي چې د بروغیل له سرحدي سیمې څخه د پامیر او وغجیر درې له لارې تر چین پولې پورې د ۱۲۱ کیلومتره اوږدوالي یو جغل‌فرش سړک بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د ښاغلي فطرت په وینا، په دې مسیر کې ۶۶ پلچکونه، څلور لوی پلونه او شاوخوا څلور زره متره استنادي دېوالونه جوړ شوي او دا سړک په ځینو لوړو سیمو کې تر څلور زره مترو پورې ارتفاع کې جوړ شوی دی.

د اسلامي امارت چارواکو د دې پروژې بشپړېدل د ترانسپورتي لارو د ښه والي او لرې پرتو او سرحدي سیمو ته د لا ښه لاسرسي په برخه کې مهم ګام بللی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button