د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو د بودجې کمښت په ټوله نړۍ کې د میلیونونو کډوالو ماشومانو زدهکړو ته لاسرسی له ستونزو سره مخ کړی دی.
د دغه بنسټ د راپور له مخې، د زدهکړې په عمر د ۱۳.۱ میلیونه کډوالو ماشومانو له ډلې شاوخوا ۴۴ سلنه، چې نږدې ۶ میلیونه ماشومان کېږي، په ۲۰۲۵ کال کې له زدهکړو څخه پاتې شوي دي.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د مالي سرچینو د کمښت دوام کولای شي د کډوالو ماشومانو زدهکړو ته لاسرسی لا محدود او د هغوی تحصیلي راتلونکی له ګواښ سره مخ کړي.








