سیمهنړۍ

حشدالشعبي په بغداد کې د ملي حاکمیت ورځې په مناسبت د «نصر الشهدا» پوځي رسم ګذشت ترسره کړ

د عراق حشدالشعبي سازمان اعلان کړی چې د ملي حاکمیت ورځې په مناسبت او له عراق څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په هممهاله کې، د دغه هېواد په پلازمېنه بغداد کې یې د «نصر الشهدا» په نوم پوځي رسم ګذشت ترسره کړی دی.

د حشدالشعبي په اعلامیه کې راغلي چې دغه مراسم د هغو ځواکونو د درناوي په موخه ترسره شول چې د دغه سازمان په وینا، د عراق، د دغه هېواد د خاورې او مقدساتو په دفاع کې وژل شوي دي.

په دې رسم ګذشت کې د حشدالشعبي پوځي موټرې د دغه سازمان د رسنیزې ادارې له مقر څخه حرکت وکړ او د التحریر میدان او د بغداد له یو شمېر سړکونو له تېرېدو وروسته، په همدې میدان کې راټول شول.

دغه مراسم په داسې حال کې ترسره شول چې عراق له دغه هېواد څخه د ټولو امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو او د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته، د ملي حاکمیت ورځې لمانځي.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/36715?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button