سیمهنړۍ

امریکا له څه باندې دوو لسیزو پوځي حضور وروسته له عراق څخه د خپلو ځواکونو وتل بشپړ کړل

وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکا له څه باندې دوو لسیزو پوځي حضور او په عراق کې د شاوخوا یو ټریلیون او ۷۰۰ میلیارده ډالرو له لګولو وروسته له دغه هېواد څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر بشپړ کړی او د دغه هېواد وروستۍ لویه پوځي اډه هم تړل شوې ده.

خو واشنګټن به د استخباراتي او کشفي وړتیاوو یوه برخه وساتي او د امریکا د سمندري ځواکونو یو شمېر سرتېري به په عراق کې د دغه هېواد د سفارت او ډیپلوماتیکو مرکزونو د ساتنې لپاره پاتې شي.

د راپورونو له مخې، د امریکا هوايي دفاعي سیستمونه هم له عراق څخه ایستل شوي دي؛ تر دې مخکې راپور ورکړل شوی و چې په اربیل کې ځای پر ځای شوي پاتریوت سیستمونه له دغه هېواد څخه ایستل شوي دي.

دا وتل په داسې حال کې ترسره کېږي چې امریکا او عراق تر دې مخکې هوکړه کړې وه چې په عراق کې د داعش پر وړاندې د نړیوال ائتلاف پوځي ماموریت به د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پای ته رسېږي.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/36644?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button