نړۍ

چین دوه لوړپوړي پوځي جنرالان له دندو ګوښه کړل

چین ژانګ یوشیا، د مرکزي پوځي کمېسیون مرستیال، او لیو ژن‌لي، د دغه کمېسیون غړی او د چین د پوځ د ګډو ځواکونو د لوی درستیز په توګه یې دنده ترسره کوله، له کمونیست ګوند او د دغه هېواد له پوځ څخه ایستلي دي.

د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه دوه جنرالان د انضباط د جدي سرغړونو، له ګوند سره د بې‌وفایۍ او فساد په تورونو تورن شوي دي؛ د هغوی په اړه څېړنې د جنورۍ له میاشتې راهیسې پیل شوې وې.

ژانګ یوشیا د چین د پوځ له لوړپوړو او بانفوذه چارواکو څخه و او د هغه ګوښه کېدل د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ د فساد پر وړاندې د څو کلنې مبارزې او د چین په پوځ کې د انضباط د پیاوړتیا د هڅو په دوام کې ترسره شوي دي.

#چین #چیني_پوځ #شي_جین_پینګ #جنرال #فساد

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button