افغانستاننړۍ

میشله باشله د ملګرو ملتونو د سرمنشي کېدو له سیالۍ ووتله

د چیلي پخوانۍ ولسمشره او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ کمېشنره، «میشله باشله» د ملګرو ملتونو د سرمنشي د څوکۍ له نوماندۍ څخه شاته شوه.

باشله په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې پرېکړه یې کړې، د دې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې ونه غځوي. نوموړې زیاته کړې، سره له دې چې د نوماندۍ لپاره د مناسب وخت په اړه شکونه موجود وو، خو له دې ننګونې د منلو پښېمانه نه ده.

د باشله له شاتګ سره د انتونیو ګوترش د ځای ناستي لپاره سیالي دوام لري. د رویټرز د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ غیررسمي رایه‌اچونه کې د کوسټاریکا د ولسمشرې پخوانۍ مرستیالې «ربکا ګرینسپن» لومړی ځای خپل کړی او په ملګرو ملتونو کې د ګویانا استازې «کارولین رودریګز-بیرکت» ورپسې وه.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رییس «رافائل ګروسي» هم د دې سیالۍ له نوماندانو څخه دی. د انتونیو ګوترش د سرمنشي دوره د ۲۰۲۶ کال په پای کې پای ته رسېږي.

تر اوسه د ملګرو ملتونو د څه باندې ۸۰ کلن تاریخ په اوږدو کې هېڅ ښځه د دې سازمان د سرمنشي په توګه نه ده ټاکل شوې؛ د نوي سرمنشي ټاکنه په پای کې د امنیت شورا د دایمي غړو موافقې او وروسته د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ تایید ته اړتیا لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button