نړیوالو رسنیو د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود په حواله راپور ورکړی چې هیواد یې ممکن د رد شویو افغانانو د بیرته ستنولو په اړه د افغان حکومتي چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
د هغې په وینا، د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په اړه د اروپایي هیوادونو پریکړې له نږدې څارل کیږي.
د راپورونو له مخې، نږدې ۳۰،۰۰۰ افغان کډوالو د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په انګلستان کې د پناه غوښتنه کړې ده.
ځینو اروپایي هیوادونو مخکې د اسلامي امارت د پلاوي د احتمالي سفر اعلان کړی و ترڅو د رد شویو کډوالو د بیرته ستنیدو په اړه بحث وکړي.








