نړۍ

ټرمپ له ګرینلنډ څخه د امنیتي کنټرول پر سر د هوکړې خبر ورکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې واشنګټن له ډنمارک او ګرینلنډ سره یوې هوکړې ته رسېدلی، چې له مخې به یې امریکا په ګرینلنډ کې د امنیت او دفاعي اړتیاوو د دایمي کنټرول واک ولري.

ټرمپ ویلي، دغه هوکړه د ګرینلنډ په اړه د امریکا اندېښنې له منځه وړي او واشنګټن ته اجازه ورکوي چې «د تل لپاره» د ګرینلنډ او امریکا د امنیت د تأمین او دفاع لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.

هغه ادعا کړې چې د دې هوکړې له پلي کېدو وروسته به هېڅ هغه هېواد چې واشنګټن یې سیال یا دښمن بولي، د امریکا له لیکلي رضایت پرته په ګرینلنډ کې د پوځي اډې جوړولو، د ځواکونو د ځای پر ځای کولو یا حساسو پانګونو اجازه ونه لري.

هم‌مهاله، د ډنمارک او ګرینلنډ حکومتونو ویلي چې ټاکل شوې دغه دفاعي هوکړه راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډې په ترڅ کې لاسلیک شي؛ خو د دې هوکړې پلي کېدل د ډنمارک او ګرینلنډ د پارلمانونو تصویب ته اړتیا لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button