نړۍ
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د دفاعي صنایعو له تولیدي کرښو لیدنه وکړه
د شمالي کوریا د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، کیم جونګ اون د سپټمبر له ۱۶مې تر ۱۸مې نېټې پورې د دغه هېواد له څو لویو دفاعي فابریکو لیدنه کړې او د هوايي دفاعي سیستمونو، انتحاري بېپیلوټه الوتکو او لویو کشفي بېپیلوټه الوتکو د تولید کرښې یې کتلي دي.
د دغې لیدنې پر مهال د انتحاري بېپیلوټه الوتکو، لویو کشفي بېپیلوټه الوتکو او عصري هوايي دفاعي سیستمونو د تولید کرښې و ارزول شوې.
کیم جونګ اون ټینګار وکړ چې د شمالي کوریا د توپچي ځواک وړتیاوې باید داسې پراختیا ومومي چې د مخنیوي او جګړهییزو ماموریتونو د ترسره کولو لپاره پراخ او څو اړخیز ظرفیت ولري.
نوموړي همداراز په بریدیزو او دفاعي وسلو سیستمونو کې د مصنوعي ځیرکتیا پر لا زیاتې کارونې ټینګار وکړ.







