ټرمپ: په پولنډ کې د امریکا د پوځي اډې د جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، اعلان کړی چې واشنګټن او وارسا په پولنډ کې د امریکا د پوځ د یوې دایمي اډې د جوړولو په برخه کې «د پام وړ پرمختګ» کړی او ښايي د دې اډې ځای ډېر ژر اعلان شي.
د پولنډ ولسمشر، کارول ناوروتسکي، هم له امریکا سره د دفاعي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د پولنډ حکومت به د دې اډې لپاره تر ټولو مناسب ځای برابر کړي.
پولنډ تر دې مخکې په دغه هېواد کې د امریکا د دایمي پوځي حضور د زیاتېدو غوښتنه کړې وه؛ اوس مهال امریکايي ځواکونه په پولنډ کې تر ډېره په نوبتي ډول مېشت دي او دواړو هېوادونو په وروستیو اوونیو کې د دغه حضور د پراخولو د شرایطو او څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.
دغه بدلونونه په داسې مهال رامنځته کېږي چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په اروپا کې د امریکا د پوځي حضور په اړه پراخه ارزونه کوي؛ هغه موضوع چې په اروپا کې د امریکايي ځواکونو د راتلونکي حضور په اړه یې بحثونه زیات کړي دي.








