نړۍ
د امریکا سترې محکمې ټرمپ حکومت ته ځینو درېیمو هېوادونو ته د کډوالو د ایستلو اجازه ورکړه
د امریکا سترې محکمې د ډونالډ ټرمپ ادارې ته اجازه ورکړې چې هغه کډوال، چې د ایستلو حکم پرې صادر شوی، د دوی له اصلي هېواد پرته نورو هېوادونو ته هم ولېږدوي؛ حتا که دغه کسان له ټاکل شوي مقصد هېواد سره هېڅ اړیکه ونه لري.
دا تګلاره پر ټولو کډوالو نه عملي کېږي، بلکې پر هغو کسانو تمرکز لري چې له امریکا څخه د ایستلو حکم یې ترلاسه کړی وي؛ په اړوندو دوسیو کې ځینې د جرمي سابقې لرونکي کسان هم شامل دي.
دا درېیم ځل دی چې د امریکا ستره محکمه په لنډمهاله توګه ټرمپ حکومت ته د دغه ډول پروګرام د پلي کولو اجازه ورکوي.
ټاکل شوې چې ستره محکمه د روان کال په ډسمبر میاشت کې د دوسیو د اړخونو استدلالونه واوري او تمه ده چې د راتلونکي کال تر جولای میاشتې پورې خپله وروستۍ پرېکړه صادره کړي.
#امریکا #ډونالډ_ټرمپ #ستره_محکمه #کډوال #د_کډوالو_ایستل #مهاجرت








