افغانستاننړۍ

د اف‌بي‌اېي مشر: د کابل هوايي ډګر د ابي دروازې بریدګر نیول شوی او په امریکا کې محکوم شوی

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اف‌بي‌اېي) مشر کش پټېل وایي، محمد شریف‌الله، چې د داعش غړی دی، د کابل د نړیوال هوايي ډګر د ابي دروازې له برید سره په تړاو نیول شوی او د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې امریکا ته لېږدول شوی دی.

پټېل زیاته کړې چې شریف‌الله په امریکا کې د خپلو جرمونو له امله محکوم شوی او اف‌بي‌اېي به هغه برید هېر نه کړي چې د ابي دروازې په برید کې ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول.

د اف‌بي‌اېي مشر ټینګار کړی چې دغه اداره به هغه کسان وپېژني او تعقیب به یې کړي چې امریکایي ځواکونو ته زیان ورسوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button