د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سعودي عربستان ته د ۴۸ اف-۳۵ جنګي الوتکو د احتمالي پلور، چې ارزښت یې ۲۴.۳ میلیارد ډالره اټکل شوی، تایید کړی دی؛ خو د دې تړون د وروستي کېدو لپاره د امریکا د کانګرېس تایید ته اړتیا ده.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا استخباراتي ادارې په ورته وخت کې اندېښنه لري چې چین ښايي له سعودي عربستان سره د پوځي او ټکنالوژیکې همکارۍ له لارې د اف-۳۵ اړوندو حساسو ټکنالوژیو ته لاسرسی ومومي.
د دغه راپور له مخې، پنټاګون هم سعودي عربستان کې د چین د احتمالي لاسرسي او د دغه هېواد په مخابراتي زیربناوو کې د چینايي ټکنالوژۍ د کارولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.








