افغانستان

په پنجشېر کې د فیروزې یو کان موندل شوی

د پنجشېر سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د عنابې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د فیروزې یو کان موندل شوی دی.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لتون په وینا، د کانونو او پټرولیم ریاست یو تخنیکي ټیم سیمې ته استول شوی، څو د دغه کان سروې، نمونه‌اخیستنه او د زېرمو د کچې او کیفیت ارزونه ترسره کړي.

چارواکي وايي، که د کان زېرمې تایید او قانوني پړاوونه بشپړ شي، نو د دې قیمتي ډبرې د استخراج زمینه به برابره شي.

اوس مهال په پنجشېر کې د زمرد، تورمالین، ګرین ګارنټ او شاوخوا ۱۷ نورو ډوله کانونه هم موندل شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button