د پنټاګون عمومي مفتش د ایران سره د جګړې د زیانونو په اړه په خپل لومړني رسمي راپور کې ویلي، چې د جګړې په لومړیو میاشتو کې د ایران بریدونو په کویټ، بحرین، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، عراق، عمان او اردن کې د امریکا په پوځي اډو کې سلګونه ودانۍ او تاسیسات زیانمن یا ویجاړ کړي دي.
په دې راپور کې د فبرورۍ له ۲۸مې څخه د جون تر ۳۰مې پورې موده ارزول شوې او د امریکا د ځینو مهمو وسلو د زېرمو کمښت او په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د فعالیتونو د څرنګوالي بدلون هم تایید شوی دی. د راپور له مخې، سنتکام د بریدونو په غبرګون کې خپل ځواکونه، تجهیزات او د زېرمه کولو مرکزونه له یوه ځایه بل ځای ته انتقال کړي دي.
په راپور کې د بحرین په هېواد کې د امریکا د سمندري ځواکونو سیمهییز مرکز ته د درنو زیانونو یادونه هم شوې او زیاته شوې چې د دغو بریدونو له امله، په هند سمندر کې د ډیاګو ګارسیا ټاپو د امریکا د سمندري ځواکونو پر یوه مهم لوژستیکي مرکز بدل شوی دی.
د راپور له مخې، په منځني ختیځ کې د امریکا پر ډیپلوماتیکو تاسیساتو اوښتې زیانونه شاوخوا ۱۸۴ میلیونه ډالره اټکل شوي، چې له دې جملې څخه شاوخوا ۱۵۷ میلیونه ډالره یې په عراق کې د امریکا پر ډیپلوماتیکو تاسیساتو اوښتي دي.
همدارنګه، د جون تر پای پورې شاوخوا ۳۵۰۰ امریکايي ډیپلوماتیک کارکوونکي له سیمې څخه ایستل شوي وو او د دغه هېواد یو شمېر سفارتونه د محدود فعالیت په حالت کې وو.








